مولانا عبدالغفورحېدري د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د زلمي ورور سالار سنجراني په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه

کوئټه 10 جنوري (اے پي پي) د جمعيت علماء اسلام (ف) عمومي سېكرټري مولانا عبدالغفورحېدري د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د زلمي ورور سالار سنجراني په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ په موقع ده د ارواښاد لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنې كورنۍ سره د يوالي څرګندونه هم وكړه ۔ مولانا عبدالغفور حېدري سره په دې موقع مير عثمان باديني، حافظ خليل سارنګزئي، حافظ ابراهيم لهړي او نور هم ملګري وو