کوئټه 10 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر آغا ظهور احمد آغا او وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو د ګل په ورځ په خان سنجراني هاٶس كښې د خان محمد آصف خان سنجراني د زوي د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني٬ محمد رازق سنجراني٬ مير اعجاز خان سنجراني او د مير ضياء سنجراني د زلمي ورور حاجي سالار خان سنجراني په مړينه خواشيني ښودلې ۔ په دې موقع د ارواښاد بخښنې لپاره فاتحه خواني هم وكړې شوه۔ په دې وخت سينيټر سعيد احمد هاشمي او د بلوچستان چيف سېکرټري مطهر نياز رانا هم دوي سره ملګري وٶ