د بلوچستان د خزانې وزير حاجي نور محمد دمړ سره د خزانې اسپېشل سېكرټري ملاقات

كوئټه 10 جنوري (اے پي پي)د بلوچستان د خزانې وزير حاجي نور محمد دمړ سره د خزانې په دفتر كښې د خزانې خاص سېكرټري افضل خوستي ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو٬په سياسي صورتحال او په پرمختيائي پروژو خبرې شوي ۔د خزانې وزير په دې موقع په خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ خبرې نه كارونه كوو۔د اربونو روپو په پروژو كار پېل شوے ۔ ده ووئېل د پرمختګ سفر تر يوې سيمې محدود نه دے بلكې پسمانده سيمو ته د پرمختګ په سفر كښې برابر برخه وركړې شوې