موټروے اېم ون د پېښور څخه تر صوابې د لړې له امله هر ډول ټرافيك لپاره بند كړې شوې

اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) موټروے اېم ون د پېښور څخه تر صوابې د لړې له امله هر ډول ټرافيك لپاره بند كړې شوې. د نېشنل هائي وېز او موټروے وياند اولس ته خواست كړے چې د لړې په موسم كښې د غېر ضروري سفر كولو نه ډډه وكړي، په ګاډو كښې دې فوګ لائټس وكارول شي او مېنځنې فاصله دې د عام حالاتو په نسبت زياته وساتلې شي. ده ووئيل چې د سفر پېل كولو نه وړاندې د موټروے صورتحال او د سفر په مهال مرستې لپاره د پوليس هېلپ لائن 130 څخه مرسته ترلاسه كېدے شي.