پېښور 08 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په احكاماتو په ګلياتو كښې د رېسكيو 1122 سرچ اېنډ رېسكيو آپرېشن روان دے. د رېسكيو 1122 ډائرېكټر جنرل ډاكټر خطير احمد له مخې رېسكيو 1122 د باړه ګلي څخه د نتهيا ګلي په پلو رسېدلې. د باړه ګلۍ په مقام په واوره كښې ګېر شوي ګاډي وباسي، د رېسكيو 1122 د نتهيا ګلي سټېشن اهلكار د سېلګرو په خدمت بوخت دي. دوي ته خشك خوراك رسولې شي. د سلګونو په شمېر ګاډي رايستل شوي دي او خپلو سيمو ته لېږل شوي دي.