اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه وياند وئيلي دي چې د بلوچستان په سېلاب ځپليو سيمو كښې د پاك فضائيه لخوا د مرستې چارې روانې دي، پاك فضائيه د بلوچستان په سېلاب ځپليو سيمو كښې پاك پوځ او بحريه سره په ګډه د مرستې په چارو كښې بشپړه برخه اخلي. د پاك فضائيه لخوا په جاري شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي دي چې د آپرېشنز په مهال د پاك فضائيه ټرانسپورټ الوتكو د 77,860 نه زيات سامان سېلاب ځپليو سيمو ته رسولے دے د كومو چې زمكي رابطه د سخت باران او سېلاب په سبب قطع شوې. د هوائي جهاز د لارې په وړل شوي سامان كښې راشن، خېمې، د خوراك څښاك څيزونه، داروګان، د څښكلو اوبه، كمبل او ضروري مشينري شامله ده. په ټول هېواد او په خاص توګه په سلاب ځپليو سيمو كښې ناسمو موسمي حالاتو سره هم د پاك فضائيه پائيلوټان په دې سخت وخت كښې د قوم په هيلو پوره كېدو لپاره خپل ټول صلاحيتونه كاروي. د پاك فضائيه مشر ائير چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو د پي اے اېف اړوند څانګو ته هدايت كړے چې دوي د بلوچستان د سېلاب ځپليو سيمو خلقو لپاره په ريليف او رېسكيو آپرېشن كښې ټولې وسيلې كارولو سره برخه واخلي. پاك فضائيه د آرمي اېوي اېشن او پاك بحريه د چورلكو بېړې سره په سېلاب ځپليو سيمو كښې خپلې چورلكې هم په ځائ كړې دي.