ملتان 08 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د غربت د تخفيف او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر په ګلګشت كښې د احساس رجسټرېشن سنټر ناڅاپي دوره وكړه. په دې موقع هغې په سنټر كښې راغليو مېرمنو او ماشومانو سره ملاقات وكړو. ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل چې په دې وخت كښې په هېواد كښې د 490 نه زيات د رجسټرېشن مركزونه فعاله دي. د احساس سروے په دې وروستيو كښې ترسره شوې. هغې ووئيل چې په سروے كښې چې كومې كورنۍ نه دي شاملې كړې شوې، هغه دې په رجسټرېشن مركزونو خپل ځان رجسټر كړي. د وزيراعظم خاص مرستيالې په سنټر كښې د اهل مېرمنو د بچو په احساس تعليمي وظائف كښې د ډېجيټل اندراج جاج هم واخستو.