د الخدمت فاؤنډېشن له مخې د مرستې د سامان نه ډك نور 21 ټركونه په پاك افغان پوله طورخم افغان چارواكو ته وسپارل شول

پیښور07 جنوري (اے پي پي) د الخدمت فاؤنډېشن له مخې د مرستې د سامان نه ډك نور 21 ټركونه په پاك افغان پوله طورخم افغان چارواكو ته وسپارل شول چې پكښې د 3 كروړه 20 لكه روپو د ماليت خوراك او د ژمي د موسم د څيزونو پشمول د مرستې نور سامان شامل دے۔د افغانستان د پكتيكا ولايت نه پس د ننګرهار٬كابل٬هلمند٬قندهار او د نورو ولايتونو اولس هم په لويه شمېره د سختو موسمي حالاتو نه آغېزمند كېدو سره په كډه كولو مجبور شوې۔د دې صورتحال مخ نيوي لپاره د جمعې په ورځ الخدمت فاؤنډېشن د مرستې د سامان نور 21 ټركونه په پاك افغان پوله د افغانستان د اسلامي امارت د كډوالو انچارج مولانا شيرزاد او نورو اعلٰی چارواكو ته وسپارلو۔په دې سامان كښې د ماشومانو او مېرمنو ګرم ملبوسات هم شامل دي۔د الخدمت فاؤنډېشن لخوا تراوسه د 65 ټركونو د لارې د 16 كروړو روپو نه د زيات ماليات 600 ټن د مرستې سامان افغان چارواكو ته سپارلې شوې۔د افغانستان د اسلامي امارت اعلٰی چارواكو په دې سخت وخت كښې په مرسته كولو د پاكستاني اولس٬الخدمت فاؤنډېشن او د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔د الخدمت فاؤنډېشن چارواكو د پاك افغان مرستې فورم د لارې د پاكستان لخوا افغان ځپليو كډوالو سره د هر ډول ممكنه مرستې د جاري ساتلو د عزم څرګندونه وكړه۔