پېښور07 جنوري (اے پي پي) د پېښور پشمول د خېبر پښتونخوا په بيلو ضلعو چارسده،صوابۍ،مردان او ملاكنډ كښې د جمعې په ورځ د باران لړۍ روانه پاتې شوه چې له امله ئې د يخنۍ شدت زيات شوې دې۔د موسمياتو محكمې له مخې په غريزو سيمو كښې واوره هم پريوتې ده چې له امله ئې كالام كښې 6انچه،مالم جبه كښې 5 انچه او دير كښې 4 انچه واروره ريكارډ شوې دغسې سېدو شريف او كالام كښې 12ملي ميټر، بالاكوټ كښې 29،تيمرګره كښې 4 او دير كښې 8 ملي ميټر باران ريكارډ شوېدې۔ دير،چترال ،مالم جبه او كالام كښې درجه حرارت منفي ډګري سينټي ګرېډ ته راغلې۔