د برتانيې مانچسټر ښار كښې دامريكې پاپ سټار آريانه ګرانډے كنسرټ كښې چاودنه٬ د ماشومانو پشمول 22 كسان مړه 59 ژوبل شول

لندن 23 مئي (اے پي پي) د برتانيې مانچسټر ښار كښې د امريكې پاپ سټار آريانه ګرانډے په كنسرټ كښې د چاودنې په نتيجه كښې د ماشومانو پشمول 22 كسان مړه 59 ژوبل شوي دي ۔ګريټر مانچسټر پوليس لخوا جاري شوي بيان له مخې چاودنه هغه مهال شوې كله چې د كنسرټ په ختمېدو مانچسټر ايرينا څخه بهر روان وو۔پوليس له مخې چاودنه كونكے شكمند كس هم د چاودېدونكو توكو …

لندن 23 مئي (اے پي پي) د برتانيې مانچسټر ښار كښې د امريكې پاپ سټار آريانه ګرانډے په كنسرټ كښې د چاودنې په نتيجه كښې د ماشومانو پشمول 22 كسان مړه 59 ژوبل شوي دي ۔ګريټر مانچسټر پوليس لخوا جاري شوي بيان له مخې چاودنه هغه مهال شوې كله چې د كنسرټ په ختمېدو مانچسټر ايرينا څخه بهر روان وو۔پوليس له مخې چاودنه كونكے شكمند كس هم د چاودېدونكو توكو الوزولو په مهال وژلس شوې۔د چاودنې له امله هر پلو زغل پېل شوو۔امنيتي اهلكار او د مرستې كارمندان په سمدستي توګه د چاودنې ځاې ته رسېدلي او ځايې وګړو هم د ژوبل كسانو لپاره د خپلو كورونو تمبې پرانستې دي ۔د پاكستان وزيراعظم محمد نواز شريف د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو ٬د آسټرېليا وزيراعظم ميلكم ټرن بل او نورو نړيوالو لارښودو هم د چاودنې غندنه كړې ده ۔د چاودنې نه پس د مانچسټر ويكټوريه ترين سټېشن بند كړې شوې۔وزيراعظم تهريسامے دا كاروائي د كركې وړ ګرځولې او د خپل ګوند د ټاكنو كمپائن يې معطل كړې۔وزيراعظم د امنيتي ادارو مهمه غونډه هم رابللې ده

مزید خبریں