پېښور ۔7جنوری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا غونډه د كورم نيمګړې كېدو له امله د روانې مياشتې تر 10 مې نېټې ګل ورځې وځنډولې شوه۔ د جمعې په ورځ چې څه وخت د صوبائي اسمبلۍ غونډه د ډپټي سپيكر محمود خان په مشرۍ كښې پېل شوه نو د اسمبلۍ غړې بصيرت بي بي كورم په ګوته كړو۔ په دې سپيكر د ټلۍ غږولو هدايت وكړو۔ په ايوان كښې د 9 غړو په موجودګۍ كښې غونډه يو وارې بيا پېل كړې شوه نو ډپټي سپيكر يو وارې بيا دوه دقيقو لپاره د ټلۍ غږولو ووئيل خو د كارروائۍ روانې ساتلو لپاره د غړو مطلوبه شمېره بيا هم ترسره نه شوه۔ دې نه وروستو ډپټي سپيكر د 12 غړو په موجودګۍ كښې غونډه تر ګل ورځې وځنډوله۔