د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د سيد لياقت شاه په مړينه د غمرازۍ څرګندونه وكړه

پیښور 06 جنوري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د سجاده نشين آستانه عاليه حضرت شاه قبول اولياﺀ آغا سيد لياقت علي شاه ګېلاني په مړينه غمرازي كړې او غم جنې كورنۍ سره ئۍ د يو والي څرګندونه كړې۔ په جاري شوي خپل يو بيان كښې وزيراعلٰی د ارواښاد لوړو درجو او غم جنې كورنۍ له د زغم دعا وكړه۔ له بلې خوا وزيراعلٰی په بره دير كښې ايمبولينس درياب ته د پريوتو په پېښه د افسوس څرګندونه كولو سره په پیښه كښې په حق رسېدليو كسانو بخښنې او غم جنې كورنۍ له د زغم دعا وكړه۔ وزيراعلٰی په پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه