د بلدياتي ټاكنو د دوهم پړاٶ د شېډول نه وړاندې دې ووټرز د خپل ووټ اندراج باوري كړي

پېښور 06 جنوري (اے پي پي) د پاكستان د ټاكنو كميشن به ډېر زر په خېبر پښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو د دوهم پړاٶ شېډول جاري كړي. په دې لړ كښې د ټاكنو كميشن اولس ته هدايت كولو سره وئيلي دي چې د بلدياتي ټاكنو د دوهم پړاٶ د شېډول نه وړاندې دې ووټرز خپل اندراج او درستګي باوري كړي. د ټاكنو د شېډول نه پس د قانون له مخې په انتخابي لسټونو كښې د ووټ اندراج او درستګي نه كېږي.