د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر د مير مهرالله مېنګل د كورودانې په مړينه خواشيني وښودله

كوئټه 06 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر مير جان محمد جمالي د مير مهرالله مېنګل د كورودانې او د سردار اختر مېنګل د چاچي په مړينه خواشيني ښودلې. د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادې ته د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنې كورنۍ ته د زغم توفيق وركړي