پانامه ليكس پھ اړه د جے آئي ټي څخه هيله لرو چې هغه به د قانون او آئين ترمخه كاروائي مخ په وړاندې بوځي

APP102-22 ISLAMABAD: May 22 - Ms. Marriyum Aurangzeb, Minister of State for IB&NH talking to media. APP

اسلام آباد 22 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي پانامه ليكس پھ حقله د جے آئي ټي څخه هيله لرو چې هغه به د قانون او آئين ترمخه كاروائي مخ په وړاندې بوځي٬فاضل جج د جے آئي ټي په راپور د اطمينان څرګندونه كړی ده ۔عمران خان ته څه معلومه ده چې عزت څه وي٬هغه خو تل د ارزان شهرت لپاره تورونه لګوي٬عمران خان او پي ټي آئي تل د دښمن په خله خبرې كوي٬د ډان ليكس په معامله هم پي ټي آئي د ادارو په ضد كمپائن چلولې٬د هغه مقصد د ادارو ترمينځه ټكر رامخې ته كول دي ٬عمران خان د خپل ځان احتساب كښې خو درې كاله زوړ حساب نه مني او وزيراعظم محمد نواز شريف د خپل اروښاد پلار او درې نسلونو احتساب وركړی٬عمران خان د عدالتونو٬الېكشن كميسون او پوښتنې كوونكو ادارو څخه تښتي٬سترې محكمې د پي ټي آئي يوه بله غېر آئيني استدعا رد كولو سره وئېلي دي د شهرت په خاطر قانون خرڅېدلې نشي٬په عمران خان خو د عدالت د توهين تور لګېدلې۔دې د ګل پھ ورځ د سپريم كورټ په خوا كښې مېډيا سره خبرې كولې۔د اطلاعات وزيرې ووئيل كه د هېواد به وزيراعظم وي يا د هېواد د عزت په ضد عمران خان عمر له يو مقصد لرې چې هغه د تورونو د لارې شهرت ترلاسه كوي ځكه چې د ځينو خلقو مقصد پھ ادارو او چوكو تورونه لګول وي۔دې ووئيل عمران خان د عزت خبره كوي هغه ته څه معلومه ده چې عزت څه څيز وي۔دې ووئيل عزت هغه څيز دے چې وزيراعظم محمد نواز شريف د خپلو دريو نسلونو حساب وركوي ٬ د ااعات وزيرې ووئېل كه كومه اداره د عمران خان څخه پوښتنه وكړي نو هغه پھ ادارو فشار اچوي او د ادارو د سپكاوي سره چې په كوم ځاې د هغه نه پوښتنه كېږي نو د هغه ادارو عزت او د وګړو تضحيك كوي او دا د ټولو په وړاندې ده۔دې ووئيل عمران خان او د هغه نمائندګانو په ډان ليكس د آئيني ادارو په ضد كمپائن چلولې ځكه چې هغه شهرت ته اړتيا لرله ۔دې ووئيل عمران خان تل د حكومت او وزيراعظم په هره كچه د سپكاوي هڅه كړې۔دې ووئيل عمران خان نن يو بل ټوېټ كړی چې پكښې هغه د عزت خبره كړی٬ټول قام د هغه د دروغو او تورونو څخه تنګ شوے ٬عمران خان دې اوس د دروغو سياست ختم كړي او د د كاركردګۍ سياست دې وكړې۔دې ووئيل كه د هېواد سباؤن محفوظ وي او پھ هېواد كښې آئيني ادارې مستحكمې وي نو دغه د هېواد ګټه ده او د هغه يو مقصد دے چې د هېواد د پرمختګ مخ ونيولې شي او د آئيني او قانوني ادارو سپكاوې وكړي۔دې ووئيل كله چې د عمران خان د احتساب خبره راشي نو هغه درې كاله زوړ حساب وركول هم نه غواړي٬د عدالت٬هائي كورټ٬خاص عدالتونو او الېكشن كميشن پشمول د ټولو آئيني ادارو څخه هغه تښتي۔دې ووئيل په هېواد كښې چې څوك په احتساب باور لري نو هغه د دې هېواد وزيراعظم نواز شريف دے څوك چې د خپلو دريو نسلونو ځواب وركوي۔دې ووئيل اولس ته معلومه ده چې وزيراعظم شپھ او ورځ د هېواد٬اولس او د ځوانانو د سباؤن خبره كوي۔دې ووئيل د پي ټي آئي چې په كومه صوبه كښې حكومت دے هلته اولس د هغه په طمعه دې۔د خېبرپښتونخوا وګړي د روغتونونو٬سكولونو او پرمختګ څخه محرومه دي او عمران خان او د هغه نمائندګان پرله پسې دروغ وائي۔ده ووئيل د عادت څخه مجبور دغه خلق په پڼجاب كښې خالي كرسو ته خطاب كوي ۔دې ووئيل د جے آئي ټي څخه هيله لرو چې د پاكستان د قانون او آئين ترمخه به كاروائي وكړي۔عدالت هم د جے آئي ټي په راپور د اطمينان څرګندونه كړې۔دې ووئيل مونږ هيله لرو چې د جے آئي ټي د پلټنو نه پس به هم د پانامه ليكس په كيس پريكړه د آئين او قانون ترمخه وشي۔