كشميرې اولس به د خپلواكې د حق نه په يو صورت هم وروستو لاړ نه شي، نړيواله ټولنه دې د كشمير شخړې حل لپاره هڅې وكړي. سېنېټر ثمينه ممتاز زهري

كوئټه 05 جنوري (اے پي پي) سېنېټر ثمينه ممتاز زهري وئيلي دي چې د هندي تسلط څخه تر مكمل آزادې به د كشمير د آزادې هڅې په هر صورت روانې ساتلې شي، د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې د كشميري اولس د حق په اړه د جنورې په 5مه نېټه كال 1949م منظور شوې قرارداد عملي كړي په كوم كښې چې د كشميريانو د خپلواكې حق تسليم كړے شوے و. د كشميريانو د خپلواكې د حق ورځې په موقع په خپل يو بيان كښې هغې ووئيل چې د دې ورځې لمانځلو مقصد نړيوالې ټولنې ته وريادول دي چې د اووه لسيزو مودې تېرېدو سره هم د جمو و كشمير په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي نه شول. هغې ووئيل چې د جنورې 5مه نېټه د كشميري اولس د آزادې د هڅو او د خپلواكې د حق د عزم ورځ ده. هغې ووئيل چې بايد نړيواله ټولنه د كشمير شخړې حل لپاره هڅې وكړي.