فېصل آباد 05 جنوري (اے پي پي) په ټوبه ټېك سنګھ كښې په كور كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې 7 كسان په حق رسېدلي دي. د خبر له مخې د فېصل آباد ډويژن په ټوبه ټېك سنګھ ضلع كښې په پير محل تحصيل كښې په سندهليانوالي كلي كښې د محمد حسېن نكيانه په كور كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې په 10 كښې 7 كسان سوځېدو سره په حق رسېدلي دي چې پكښې 3 مېرمنې او، دوه ماشومان او دوه ماشومانې شاملې دي. د پېښې په مهال درې كسان بچ كړې شوي دي. د پنجاب وزيراعلٰی په پېښه خواشيني ښودلو سره نوټس اخستې او د انتظاميې څخه ئې رپورټ طلب كړے.