كوئټه 05 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان قبائيلي او سماجي لارښود عبدالواحد پندراني وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې د كشمير مسئلې په اړه خپل قرارداد عملي كړي، پاكستان به د جائز حقونو ترلاسه كولو او د آزادې هڅو تر كاميابۍ د كشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي. د كشمير د خپلواكې حق ورځې په موقع په خپل يو پېغام كښې ده ووئيل چې د كنټرول لائن په دواړو خوا او ټوله نړۍ كښې كشمېرې اولس د خپلواكې د حق ورځ لمانځي. ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د جنورې په 5مه نېټه كال 1949م كښې په نننۍ ورځ د قرارداد د لارې كشميري اولس ته دا حق وركړے و چې دوي د خپلې خوښې له مخې د خپل سباٶن پرېكړه كولې شي. نن كشميري اولس سره د شوي دې لوظ 73 كاله پوره شول خو افسوس چې دا لوظ پوره نه كړے شو.