كوئټه 05 جنوري (اے پي پي) په كوئټه كښې د ګاز لېكج په چاودنه كښې 5 كسان سوځېدو سره ژوبل شوي دي. د خبر له مخې دا پېښه د كوئټې د بلبلي كسټم سيمې سره نزدې په مناف كلي كښې په يو كور كښې رامېنځ ته شوې. ژوبل شوي كسان بي اېم سي روغتون ته رسول شوي دي او درملنه ئې روانه ده.