پاكستان په تندې سره ترهګرو ته ماتې وركوي۔ اعزاز چوهدري

واشنګټن 21 مئي (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي چې پاكستان په تندې سره ترهګرو ته ماتې وركوي او هېواد په معاشي توګه خوشحالېږي۔ ده دا خبرې د امريكې په نيو جرسي ايالت كښې د پاكستان امريكن كونسل لخوا د ده په درنښت كښې جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دستوره كښې د امريكائي سېنېټ غړو هم ګډون وكړو۔ پاكستاني سفير ووئيل چې د پاكستان او امريكې ترمېنځه د اړيكو 7 لسيزې پوره كېدونكې دي۔ ده په امريكا كښې د پاكستانې ټولنې او د پاكستان امرېكن كونسل د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل چې كونسل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د پل كردار ترسره كوي۔