فېصل آباد۔2جنوری(اے پی پی) د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور او د اطلاعاتو وزير مملكت فرخ حبيب د اتوار په ورځ په فېصل آباد كښې د نوموړي صنعتكار ٬ اېسپائر اېجوکیشن ګروپ چیئرمېن او د 7 نیوز چینل چیف اېګزېکټو سید عمر نذر شاہ استوګنې ته لاړل او هغه سره ئې د هغه د مور په مړينه غمرازي او فاتحه خواني وكړه۔ هغوي ووئيل د مور كوم نعم البدل نشته۔ هغوي دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔