د بېلو هېوادونو نه راغلې ياتري به پاكستان كښې څلور ورځې پاتې كېږي٬ رمېش كمار

پېښور۔2جنوری (اے پی پی)د پاکستان هندو کونسل مشر رمیش کمار وئيلي دي چې د هند پشمول د بېلو هېوادونو نه د زيارت کوونکو پلاوي پاکستان ته راسيدلي دي٬ اولنې پلاوې د دوبۍ او نيويارک په 15 غړو او دويم پلاوې د هندوستان په 157 غړو مشتمل دې۔ ياتريانو ټېري كرك دربار ته تللو سره درشن وكړو٬ نن سهار به حسن ابدال ته روان شي، دوئي به څلور ورځې په پاکستان کښې پاتې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل چې ياتري به قامي اسمبلۍ ته ځي٬ سپيكر سره به ملاقات هم كوي٬ د ياتريانو هندوستان څخه پاكستان او پاكستان څخه هندوستان ته د تلو راتلو لړۍ به روانه وي۔ د جنورۍ 20 مې نېټې څخه به ياتريان هندوستان ته روانېږي۔ د هندوستان او پاكستان ترمينځه دا لويې پېشرفت دې۔ هغه زياته كړه چې د ياتريانو هندوستان څخه پاكستان او پاكستان څخه هندوستان ته د تلو راتلو لړۍ به روانه وي او د جنورۍ 20 مې نېټې څخه به ياتريان هندوستان ته روانېږي۔