نواز شریف چې هېواد ته راستون شي، زندان ته به لاړ شي او مقدمو سره به مخ شي٬ د دفاع وزير پروېز خټك

 

نوشهرہ ۔1جنوری (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير او د پاكستان تحريك انصاف صوبائي صدر پروېز خټك وئيلي دي چې د خېبر پختونخواہ بلدياتي ټاكنو په اولني پړاؤ كښې د جمعيت علماﺀ اسلام كانديدان خپله هم حېران او پرېشانه دي چې هغوي دومره ووټ څنګه ترلاسه كړو ٬ د مولانا فضل الرحمن په شمول ټول فكر اخستې دي٬ پاکستان تحریک انصاف اوس هم د هېواد تر ټولو لويې سياسي قوت دې ، په 17 تحصيلونو كښې مو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كړې ده او د وزيراعلی محمود خان په مشرۍ كښې زياتره آزاد كانديدان په تحريك انصاف كښې شاملېږي٬ انسان د تېروتنو نه زده كړه كوي او په دويم پړاؤ كښې به پاكستان تحريك انصاف كلين سويپ وكړي۔ هغه په زيارت كاكا صاحب كښې د تحريك انصاف په كاميابۍ د اولس مننه كولو او د فتحې د جشن استقباليې جلسې ته د خاص مېلما په حېث خطاب كولو۔ په دې موقعه د يونين كونسل زيارت كاكاك صاحب نوي ټاكلي شوي كونسلر په پاكستان تحريك انصاف كښې د شموليت اعلان هم وكړو۔ هغه ووئيل د بلدياتي ټاكنو په دوهم پړاؤ كښې به ټولو ديني او سياسي ګوندونو ته خپل حېثيت معلوم شي ٬ تحريك انصاف اوس هم د صوبې تر ټولو لويې سياسي ګوند دې۔ د نواز شريف په اړه خپل خطاب كښې هغه ووئيل نواز شريف چې څه وخت هېواد ته راشي نو هغه به زندان ته ځي او خپلو مقدمو سره به مخ شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان چې څه وخت اقتدار تر لاسه كړو نو د هېواد ټول نظامونه ځپلې شوي وو ٬ مسلم ليګ نون قرضونه اخستلو سره هېواد دېواليه كړې وو او هم د دغه قرضونو د لاسه نن په پاكستان كښې د ګرانۍ يوه چپه رامخې ته شوې ده۔ د دې ذمه واري په تېرو حكومتونو ده۔ هغه ووئيل پاكستان تحريك انصاف چې كومه قرضه اخستې ده هغه سره د سود ادا كوي۔ پرویز خان خټک ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان او د هغه د غوره ډلې د حكمت عملۍ د لارې به ډېر زر په ګرانۍ قابو وموندلې شي۔