وزيراعظم عمران خان نن د جمعې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره لاهور ته ورسېد

اسلام آباد 31 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان نن د جمعې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره لاهور ته رسېدلے دے ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به د لاهور په ګورنر هاؤس كښې د “نيا پاكستان او د قامي صحت كارډ د پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كوي۔د دې انقلابي پروګرام له مخې د ټولې صوبې آبادۍ ته يعني هرې يوې كورنۍ له به د 10 لكه روپو علاج معالجې او صحت معيارۍ آسانۍ وركولې شي۔په دې موقع به وزيراعظم عمران خان خطاب هم كوي۔