د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو په سپارښتنه د كورنيو چارو صوبائي صلاحكار ضياﺀ الله لانګو د بمي چاودنې د ځاے او د سول روغتون دوره وګړه

اسلام آباد30دسمبر(اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو په سپاړشتنه د كورنيو چارو صوبائي صلاحكار ضياﺀ الله لانګو د بمي چاودنې د ځاے او د سول روغتون دوره كړې۔د كورنيو چارو صوبائي صلاحكار ته د پوليس چارواكو لخوا د بمي چاودنې په اړه بريفنګ وركړے شو۔د كورنيو چارو صوبائي صلاحكار ټراما سنټر كښې په بمي چاودنه كښې د ژوبل شوو تپوس پوښتنه وكړه۔ده ژوبل شوو له باور وركړو چې د ترهه ګرو عناصرو په ضد كاروائۍ كښې به تر آخري حده ځو۔ده ووئيل د وزيراعلٰی په مشرۍ كښې د بلوچستان حكومت په صوبه كښې د تل پاتي امن لپاره ښكاره دريځ لري۔د وزيراعلٰی هدايت په رڼا كښې د ښار امنيتي پلان بيا د سره مرتب كولې شي۔د كورنيو چارو صلاحكار د روغتون انتظاميې ته د ژوبل شوو كسانو د طبي مرستې كولو او د بولان مېډيكل كمپليكس روغتون څخه هم د ډاكټرانو او عملې طلب كولو هدايت وكړو۔