كوئټه30دسمبر(اے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو د كوئټې بمي چاودنې غندنه كړې او د دې په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان يې د افسوس څرګندونه كړې۔وزيراعلٰی ووئيل معصوم او بې ګناه خلك په ترهه ګرۍ كښې په نخښه كوونكي د سختې سزا مستحق دي٬امنيتي ادارې دې په ترهه ګرۍ كښې ككړ عناصر انصاف سره مخ كولو لپاره ټول وسائل وكاروي٬د بلوچستان وزيراعلٰی د صوبائي سر ښار په امنيتي انتظاماتو د اطمينان نه لرلو سره امنيتي اقداماتو او د پېښې په اړه د پوليس آئي جي څخه رپورټ غوښتلے۔ده ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ د پوليس او امنيتي ادارو ذمه واري ده٬اولس د ترهه ګرو په رحم و كرم نشو پرېښودلے ۔وزيراعلٰی ژوبل شوو ته د ښو طبي آسانيو وركولو هدايت سره د روغتيا وزير ته د ژوبل شوو د معالجېد څارنې كولو هم ووئيل۔وزيراعلٰی په حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي او د يو والي څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔ده د ژوبل شيو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔