كوئټه30دسمبر(اے پی پی)د داخله او قبائلي چارو صوبائي صلاحكار مير ضياﺀ الله لانګو په جناح سړك سليم كمپليكس سره د شوې چاودنې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي په بلوچستان كښې د امن دښمن خوب به كله هم تعبير ونه مومي ٬دښمن د بلوچستان پرمختګ زغملے نه شي ځكه هغوي دا ډول بزدلانه بريدونه كوي۔د داخله چارو صوبائي صلاحكار ووئيل د بلوچستان امن به خرابېدو له ورنه كړو٬د ترهه ګرو عناصرو خاتمې لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔په دې مهال د كورنيو چارو صوبائي صلاحكار مير ضياﺀالله لانګو په چاودنه كښې په حق رسېدليو كسانو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔