د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا د كوئټې بمي چاودنې غندنه وكړه

كوئټه30دسمبر(اے پی پی) د بلوچستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا د كوئټې بمي چاودنې سخته غندنه كولو سره په چاودنه كښې په مرګونو د افسوس څرګندونه كړې۔په خپل بيان كښې د بلوچستان ګورنر د بمي چاودنې په سختو ټكو غندنه كولو سره وئېلي دي ترهه ګر عناصر په دغسې بزدلانه بريدونو زمونږ حوصلې نشي كمزورې كولې ۔ده په قانون نافذ كوونكو ادارو زور راوړو چې په بمي چاودنه كښې ككر عناصر نيولو لپاره ټول وسائل وكاروي۔دغسې ده ژوبل شوو ته ټولې ضروري طبي آسانۍ وركولو لپاره اړوندو چارواكو ته هم سپارښتنه وكړه ۔د بلوچستان ګورنر د ژوبل شوو روغ صحت او د حقرسېليو بخښنې لپاره دعا وكړه۔