
كوئټه30دسمبر(اے پی پی)د كوئټې په جناح سړك د سائنس كالج په لويه دروازه د بمي چاودنې په نتيجه كښې دوه كسه مړه او 13 ژوبل شوي۔د پوليس له مخې د كوئټې په جناح سړك د سائنس كالج په مين دروازه ناڅاپي يوه زوروره چاودنه وشوه چې په نتيجه كښې يې دوه كسه مره او 13 ژوبل شول ۔پوليس او امنيتي ځواكونه په اطلاع ترلاسه كېدو د پښې ځاے ته رارسېدلي او مړي او ژوبل شوي يې په سمدستي توګه سول روغتون ته منتقل كړي۔پوليس او امنيتي ځواكونو په سيمه كښې ناكه بندي كولو سره د تورونو لټون پېل كړے ٬ د چاودنې له امله ولاړو ګادو ته هم زيان رسېدلے ٬نورې پلټنې روانې دي۔د كوئټې سول روغتون اېم اېس ډاكټر جاوېد اختر له مخې د سائنس كالج په وړاندې بمي چاودنه كښې دوه كسه مړه او 13 په ژوبل شوي حالت كښې روغتون ته راوړلې شوي۔ژوبل شوو ته ښې او سمدستي طبي آسانۍ باوري كړې شوي۔