
پېښور 30 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د سوات پرېس کلب په كلنو ټاكنو كښې په صدر ټاكلے كېدو سعيد الرحمان او د سوات يونين آف جرنلسټس په كلنه ټاكنو كښې په صدر جوړېدو محبوب علي او د كابينې غړو له مباركي وركړې ۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې محمود خان ووئيل د سوات پرېس کلب او د سوات يونين آف جرنلسټس نوې ټاكلي صدران او د كابينې غړي به د سيمې او د خبريالانو خېر ښګړې او دوي ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره خپل قائدانه صلاحيتونه وكاروي