فېصل آباد ۔30دسمبر(اے پی پی) د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار او د پنحاب پوليس آئي جي راؤ سردار علی خان په سخت نوټس د فېصل آباد پولیس په 24 ساعتونو كښې په معمولي خبره د مخالفينو په ډزو د وژلي شوي پخواني یوتھ کونسلر او د انصاف يوتھ ونګ (سټي فېصل آباد) انفارمېشن سېكرټري رانا محمد سفيان د قتل مركزي تورن حمزه نيولې او د هغه قبضې څخه ئې پسټل برآمد كړې دې۔ د سټی پولیس آفسر فېصل آباد غلام مبشر مېکن د زيارت په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل چې د شورؤ په ورځ غوثيه چوك سيمه كښې رانا محمد سفیان خان خپلو مخالفينو په معمولي خبره ويشتلو سره وژلې وو او د پېښی ځائې څخه تښتېدلې وو۔ هغه ووئيل د قتل اطلاع په ترلاسه كېدو د پوليس ډلې د پېښې ځائې ته ورسېدې او د مقتول مړې ئې پوسټ مارټم لپاره مارچري ته منتقل كړو۔ پوليس د نومولې شويو تورنو په ضد مقدمه درج كولو سره د هغوي نيولو له هڅې پېل كړې۔ هغه ووئيل د پنجاب اعلی وزير او آئي جي پنجاب پوليس د پېښې سخت نوټس اخستو سره ریجنل پولیس آفسر فېصل آباد عمران محمود څخه رپورټ غوښتلو سره د تورونو فوري نيولو او د انصاف تقاضې ترسره كولو امر كړې وو۔ په دې عمران محمود باور وركړې وو چې تورن به په 24 ساعته كښې ونيولې شي۔ سی پی او ووئيل فېصل آباد پولیس د تورن نيولو له خصوصې ډلې تشكيل كولو سره د لټون عمليات پېل كړل او عصري تكنيكي وسائل كارولو سره ئې تورن حمزه سره د وسلې ونيولو۔ غلام مبشر مېكن ووئيل د كېس لا تفتيش به زر تر زره بشپړ كړې شي او تورن ته به سخته سزا وركړې شي