پیښور٬حيات آباد كښې د ګېس ليكج له امله چاونه٬د اور لګېدو له امله دوه كسان وسوځېدل

پېښور 29دسمبر(اے پی پی)د حيات آباد په فيز ون كښې د كور دننه د ابتدائي اطلاعات له مخې د ګېس ليكج له امله چاودنه شوې چې په نتيجه كښې يې په كور كښې اور لګېدلے ٬د اور لګېدو له امله دوه كسان وسوځېدلي ۔د رېسكيو 1122 له مخې د اور لګېدو په نتيجه كښې په ژوبل شوو كښې د يوې مېرمن حالت اندېښمن دے ۔رېسكيو 1122 ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړي او په اور يې قابو موندلے دے