وزيراعظم عمران خان سره د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان ملاقات

APP62-291221 ISLAMABAD: December 29 - Chief Minister Khyber Pakhtunkhwa Mehmood Khan called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 29دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان ملاقات كړے۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ څخه جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو فيز IIاو د ګوند تنظيم سازۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع وزيراعظم ته په صوبه كښې په روانو بېلو پرمختيائي پروژو د پېشرفت په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم هدايت وكړو چې په خېبرپښتونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو راتلونكي پړاؤ كښې د كاميابۍ لپاره د ګوند په صفونو كښې اتحاد او نظم و ضبط باوري كولو لپاره ټول ممكنه اقدامات وكړئ۔ده په صوبه كښې د ټولو روانو پروژو په وخت بشپړوولو له هم هدايت وكړو دغسې چې په صوبه كښې مېشته خلكو ته زر تر زر زره رېليف او آسانۍ وركړے شي