د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا په سوئيلي وزيرستان كښې پرمختيائي پروژو لپاره د 50 كروړه روپې د خاص پېكج اعلان وكړو

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا په سوئيلي وزيرستان كښې پرمختيائي پروژو لپاره د 50 كروړه روپې د خاص پېكج اعلان وكړو۔ د راډيو پاكستان له مخې ده دا اعلان د سوئيلي وزيرستان په خرګئي سيمه كښې لوئې جرګې سره د ملاقات كولو په مهال كړے۔ په سوئيلي وزيرستان كښې د اربونو روپو په پروژو كار روان دے او دې سره به …

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا په سوئيلي وزيرستان كښې پرمختيائي پروژو لپاره د 50 كروړه روپې د خاص پېكج اعلان وكړو۔ د راډيو پاكستان له مخې ده دا اعلان د سوئيلي وزيرستان په خرګئي سيمه كښې لوئې جرګې سره د ملاقات كولو په مهال كړے۔ په سوئيلي وزيرستان كښې د اربونو روپو په پروژو كار روان دے او دې سره به په سيمه كښې خوشحالي راشي۔ ده ووئيل چې په ضرب عضب عملياتو كښې چې كوم خلق د كورونو نه محروم شوي دي٬ دوي به څلور لكه روپې وركولې شي۔ ګورنر ځائي انتظاميې ته هدايت كړے چې په سراروغه كښې دې د مركزي روغتون په سيمه كښې د وړوكو بندونو فزېبلېټي راپور تيارولو سره وړاندې كړي۔