کوئټه ۔29دسمبر(اے پی پی) د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مير جان محمد خان جمالي صوبائي وزير سردار عبدالرحمن كھېتران سره د هغه د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې هغه دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ په دې مهال سپيكر د مشر خبريال بېورو چيف اېكسپرېس رضاﺀ الرحمن كشر ورور په مړينه هم د افسوس څرګندونه كولو سره غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه