پېښور 28دسمبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان سره د ډي آئي خان درازنده تحصيل څخه نوي ټاكلي شوي تحصيل چيئرمېن ملك عزت ګل شيراني د نهې په ورځ ملاقات كړے ۔ د بلديات صوبائي وزير فيصل امين ګنډا پور هم په دې موقع موجود ؤ ۔ د درازنده تحصيل نوي ټاكلې شوي چيئرمېن عزت ګل شيراني په پاكستان تحريك انصاف كښې باقاعده شموليت اختيار كړے او وزيراعلٰی عزت ګل شيراني ته د پارټۍ مفلر او ټوپۍ اچولي ۔عزت ګل شيراني د درازنده څخه د آزاد كانديد په حېث د تحصيل چيئرمېن ټاكلے شوے ۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وزيراعلٰی عزت ګل شيراني ته په پاكستان تحريك انصاف كښې په شموليت كولو هغه ته هركلے وئېلو سره وئېلي دي د عزت ګل شيراني شموليت سره به په سيمه كښې ګوند لا مضبوط شي۔په دې مهال عزت ګل شيراني د پي ټي آئي حكومت په پالېسو او د وزيراعلٰی محمود خان په مشرۍ د باور څرګندونه وكړه۔