د سېكورټي صورتحال جاج اغستو نه پس كرم ضلع كښې ډېټا سروسز بحال كړے شو

اسلام آباد 28دسمبر(اے پي پي)په ټول هېواد كښې د انټرنټټ خذمات وركولو حكومتي وژن له مخې د اړوندو ځواكونو لخوا د سېكورټي صورتحال جاج اغستو نه پس په كرم ضلع كښې ډېټا سروسز بحال كړے شوے۔د يادونې وړ ده د پخوانۍ فاټا په 7 ضلعو كښې په 6 ضلعو كښې ډېټا سروسز بحال كړے شوے۔د دې نه علاوه د دېټا سروسز بحالۍ څخه به د سيمې خلكو ته د تعليم٬روغتيا٬تجارت او مواصلات سره تړلې ضروريات ترسره كولو له مرسته ترلاسه شي۔