پېښور٬هنګو كښې د 6 كسانو په مرګ وزيراعلٰی محمود خان د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 28دسمبر(اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان په هنګو كښې د كور په يوه كوټه كښې د ګاز په پېښه كښې د يوې كورنۍ د 6 كسانو په مرګ د غم دړد څرګندونه كولو سره غم جنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې وزيراعلٰی ځپلې كورنۍ سره د يو والي څرګندونه كولو سره د غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه ٬ ده ووئېل صوبائي حكومت د ځپلې كورنۍ په غم كښې برابر شريك دے۔