لاهور 28 دسمبر (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلي سردار عثمان بزدار د پاکپتن په خوا اوشا كلي كښې د 4 كلنې كوچنۍ د بې دركه كېدو د پېښې نوټس اخستو سره آر پي او ساهيوال څخه رپورټ طلب كړے ۔ وزيراعلي عثمان بزدار د كوچنۍ د راخوشې كولو امر سره ووئيل د بې دركه شوې كوچنۍ په حفاظت سره او سمدستي راخوشي كول باوري كړئ