د پنجاب وزيراعلي عثمان بزدار سره د تعليم وفاقي وزير وليدل

لاهور 28 دسمبر (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلي سردار عثمان بزدار سره د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود په لاهور كښې ليدلي دے ۔ د ملاقات په مهال په پنجاب كښې په تنظيمي چارو٬ په سياسي وضعه او په نورو معاملو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع سردار عثمان بزدار شفقت محمود ته د تحريك انصاف د پنجاب په صدر منتخب كېدو مباركي هم وركړه