د ناټو روسيې كونسل غونډه به د جنورې په 12مه نېټه كېږي

برسلز 27 دسمبر(اے پي پي) د ناټو روسيې كونسل غونډه به د جنورې په 12مه نېټه كېږي. دا كونسل په كال 2002م كښې جوړ كړے شوے و خو په يوكرېن كښې د تاٶ تريخوالي له امله كونسل په دې وخت كښې غېر فعاله دے. د ناټو وياند وئيلي دي چې سېكرټري جنرل په دې وروستيو كښې يو ځل بيا د كونسل د لارې روسيې ته د خبرو وړاندېز كړے خو د روسيې چارواكو په دې كوم مثبت غبرګون نه دے ښودلے. وياند ووئيل چې مونږ د جنورې د 12مې نېټې غونډې په اړه روسيې سره په تماس كښې يو.