اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د اېران د اولس مشرې په ټاكنو كښې دويم ځل لپاره په كاميابې ډاكټر حسن روحاني ته مباركي وركړه۔ په اېران كښې د اولس مشرې ټاكنې د جمعې په ورځ شوې وې۔ د خالي په ورځ د اېراني اولس مشر په نوم په خپل پېغام كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې د اېران اولس د وژن لرونكي او …
وزيراعظم محمد نواز شريف د اېران د اولس مشرې په ټاكنو كښې دويم ځل لپاره په كاميابې ډاكټر حسن روحاني ته مباركي وركړه
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د اېران د اولس مشرې په ټاكنو كښې دويم ځل لپاره په كاميابې ډاكټر حسن روحاني ته مباركي وركړه۔ په اېران كښې د اولس مشرې ټاكنې د جمعې په ورځ شوې وې۔ د خالي په ورځ د اېراني اولس مشر په نوم په خپل پېغام كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې د اېران اولس د وژن لرونكي او د پوهه مشر ټاكنه كړې د كوم په مشرې كښې چې اېران پرمختګ كړے۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان او اېران د تاريخ٬ كلتور٬ روياتو او د عقيدے په بنياد يو بل سره تړلي دي۔ وزيراعظم د دې عزم څرګندونه وكړه چې هغه به د پاكستان او اېران ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د اېران اولس مشر سره په ګډه كار جاري وساتي۔









