د صوماليه صدر وزيراعظم محمد حسېن رابېل معطل كړو

اسلام آباد27 دسمبر(اے پي پي) د صوماليه صدر محمد عبدالله محمد وزيراعظم محمد حسېن رابېل معطل كړے دے. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې دا اعلان د دواړو مشرانو ترمېنځه د ټاكنو په معامله د تاٶ تريخوالي پېدا كېدو نه يوه ورځ پس شوے. د صدارتي دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې صدر محمد عبدالله محمد وزيراعظم محمد حسېن رابېل معطل كړے دے او د هغه څخه ئې اختيارات اخستي دي ځكه چې هغه په بدعنوانې كښې ككړ دے. په بيان كښې په وزيراعظم د زمكې قبضې د معاملې په پلټنو كښې د مداخلې تور لګول شوے.