اوګاډوګو 26 دسمبر(اے پي پي) د لوېديځې افريقا په بركينافاسو هېواد كښې په شمالي لورم ولايت كښې د وسله والو د ترهګرې په بريدونو كښې 41 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د بركينافاسو صدر د دې خونړې پېښې سخته غندنه كړې ده او په هېواد كښې ئې 48 ساعتونو لپاره د غم اعلان كړے. په بركينافاسو كښې د كال 2015م نه د امن او امان صورتحال خراب دے او دلته د ترهګرې په بريدونو كښې تراوسه د زرو نه زيات كسان مړه او د 10 لكو نه زيات بې كوره شوي دي.