اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير خرم دسګير خان وئيلي دي چې حكومت د توان په بېلا بېلو پروژو كار كوي٬ د توان پروژې په به وخت په وخت پېداوار پېل كړي٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې له مخې به د برېښنا او توان يو شمېر پروژې ترسره شي۔ د خالي په ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل چې د مسلم ليګ …
حكومت د توان په بېلا بېلو پروژو كار كوي٬ د توان پروژې په به وخت په وخت پېداوار پېل كړي٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې له مخې به د برېښنا او توان يو شمېر پروژې ترسره شي۔ د تجارت وفاقي وزير خرم دسګير خان مركه
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير خرم دسګير خان وئيلي دي چې حكومت د توان په بېلا بېلو پروژو كار كوي٬ د توان پروژې په به وخت په وخت پېداوار پېل كړي٬ د پاكستان او چين د اقتصادي لارې له مخې به د برېښنا او توان يو شمېر پروژې ترسره شي۔ د خالي په ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت اقتدار ته راتګ سره د برېښنا او توان پروژو ته پام وكړو او په دې لړ كښې ئې عملي اقدامات وكړل٬ د توان په يو شمېرو پروژو كار پېل شو۔ ده ووئيل چې په ساهيوال كښې په كوئله د چلېدونكي پاور پلانټ څخه پېداوار پېل شوے۔ د توان په يو شمېر پروژو كار روان دے او ترسره كېدو سره به ئې پېداوار پېل شي۔ ده ووئيل چې حكومت په لنډه موده كښې د 17000 مېګاواټه هدف ترلاسه كړے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په ټول هېواد كښې د شېډول له مخې لوډشېډنګ كېږي خو صنعتي څانګه د دې څخه استثنٰي لري۔ ده ووئيل چې له بده مرغه په تېر وخت كښې د لوډشېډنګ مسئلې حل كولو لپاره عملي اقدامات نه دي شوي او دا مسئله پېدا شوې خو اوسنې حكومت د دې مسئلې حل كولو لپاره هڅې كوي۔









