برازيليا 25 دسمبر(اے پي پي) په برازيل كښې د سېلګرو بس او ټرك ټكر كېدو په پېښه كښې 5 كسان مړه او 50 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې دا پېښه د برازيليا څخه 220 كلوميټره لرې په سوئيلي لويديځه سيمه كښې د تندرفتار له امله رامېنځ ته شوې. پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د سېلګرو بس د بل پلو نه راروان ټرك سره ټكر شو او ژورې كندې ته پرېوتو. په پېښه كښې ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي او پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.