سرينګر 25 دسمبر(اے پي پي) د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې په شوپيا ضلع كښې نور دوه كشميري ځوانان شهيدان كړي دي. د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوانان په چوګام سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروائې په مهال شهيدان كړي دي. په سيمه كښې د موبائل فون انټرنېټ سروس بند كړے شوے. تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې د هندي ځواكونو آپرېشن روان و.