ايتهنز 25 دسمبر(اے پي پي) په يونان كښې د كشتۍ ډوبېدو په درې پېښو كښې 12 كسان مړه شوي دي. د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د يونان د كوسټ ګارډ وياند مېډيا ته وئيلي دي چې په بحيره اېجيئن كښې درې پېښې رامېنځ ته شوې دي او پكښې د 12 نه زيات غېر قانوني كډوال مړه شوي دي. د كوسټ ګارډ وياند ووئيل چې پاروس جزيرې سره نزدې د يوې ډوبېدونكې كشتۍ 57 كسان بچ كړې شوي دي. ده ووئيل چې په يوه بله پېښه كښې هم د مېرمنو او ماشومانو پشمول 90 كسان بچ كړې شوي دي. د يو اېن اېچ سي آر له مخې سږ كال د جنورې نه تر نومبر په غېر قانوني توګه اروپا ته د تللو په هڅو كښې په سمندر كښې د 2500 نه زيات كسان مړه او بې دركه شوي دي.