پېښور 25 دسمبر(اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د وزيراعلٰی د اطلاعاتو خاص مرستيال بېرسټر محمد علي سېف وئيلي وئيلي دي چې نننۍ ورځ د هغه عظيم لارښود د زېږون ورځ ده كوم چې د نړۍ نقشه بدله كړه او مونږ ته ئې پاكستان راكړو. د قائداعظم محمد علي جناح د زېږون ورځې په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د قائد په فرمان ايمان، اتحاد او نظم و ضبط عمل كولو سره كاميابي ترلاسه كولې شو، د قائداعظم د تعليماتو له مخې به دا هېواد عظيم جوړوو.