پېښور 25 دسمبر(اے پي پي) د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو خاص مرستيال بېرسټر محمد علي سېف د كرسمس په موقع مسيحي ټولنې ته مباركي وركړې او وئيلي ئې دي چې د خېبر پښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې اوسېدونكې مسيحي ټولنې ته د كرسمس مباركي وايم. د كرسمس په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د حضرت عيسٰی عليه السلام د زېږون ورځ مسيحي ټولنې سره سره مسلمانانو لپاره هم مقدس او د احترام وړ ده. ده ووئيل چې د مذهبونو ترمېنځه همغږي مثال جوړول د ټولو وګړو ديني او قومي ذمه واري ده. ده ووئيل چې مسيحي ټولنه د هېواد په پرمختګ او خوشحالې كښې مهم كردار لري.